له پاکستان سره د سوداګریزو ستونزو د حل په هدف د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مرستیال خان جان الکوزي په مشرۍ یو شپږ کسیزه پلاوی پاکستان ته ولاړ.
د دغې خونې ویاند صیامالدین پسرلي نن ازادي راډيو ته وویل دا پلاوی به د پاکستاني چارواکو، د هغه هېواد د خصوصي سکټور له استازو او په هغه هېواد کې له افغان سفیر سره د دواړو هېوادونو پر سوداګریزو اړیکو وغږېږي.
دی وايي، افغان پلاوی به له پاکستان څخه وغواړي چې سوداګري د سیاست قرباني نهکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې په وینا اوس هم په تورخم کې د افغان سوداګرو ولاړې لارۍ له نامعلوم برخلیک سره مخ دي.