د کندز ولایت لپاره نوی والي عبدالجبار نعیمي نن دغه ولایت ته معرفي شو.
د کندز ولایت ویاند نعمت الله عزیزي نن ازادي راډیو ته وویل چې ښاغلی نعیمي په داسې حال کې چې د کندز ولایت یو شمېر سیمه ییز چارواکي او د ولایتي شورا غړي هم حاضر و د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د مالي او اداري مرستیال له خوا خلکو ته وروپېژندل شو.
عبدالجبار نعیمي مخکې تر دې د لغمان والي و چې په دې وروستیو کې د ولسمشر د حکم له مخې د کندز د والي په توګه وټاکل شو.