زابل کې ماين چاودنې دوه ملکيان وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي

په زابل کې د سړک د غاړې ماين چاودنې دوه ملکيان وژلي او دوه نور يې ټپيان کړي.

د زابل د امنیت امر سمونوال غلام جیلاني فراهي ازادي راديو ته وويل چي نن پنجشنبه سهار د زابل د سیوري ولسوالۍ د کم کارېز په سیمه کې د سړک غاړې ماین چاودنې د ملکي وګړو فېلډر موټر وهلی چې په‌کې سپاره یوه ښځه او یو نارینه وژل شوي او دوه نور ملکیان ټپيان دي.

د فراهي په وينا ټپيان د امنیتي ځواکونو له‌خوا روغتون ته لېږل شوي دي.

تر اوسه د دې حملې مسؤليت چا نه‌دی منلی.