کله مو هم د معاملاتو د لارښونې د دفتر له لارې کور په ګرو یا کرایه نیولی؟

ایا کله اړ شوي یاست چې د معاملاتو د لارښوونې د دفتر له لارې کور په ګرو یا کرایه ونیسئ؟

ځیني خلک وایي، د رهنما له ډېر کمېشن او ځیني وخت‌یې له فریب‎کاریو څخه تنګ دي، د رهنما څښتن بیا وايي، د عدلیې وزارت سره مو هم د خلکو شکایت شریک کړی دی.

د افغانستان اکثره خلک شخصي کورونه نه‎لري، نو ځکه اړ دي چې د ژوند کولو لپاره کور په کرایه یا ګرو ونیسي، نو بیا د معاملاتو د لارښوونې دفتر ته ورځي او د کور غوښتنه کوي، خو ځیني وخت بیا داسې ستونزو سره مخ کېږي چې د کور په نیولو پښېمانه شي، کله د کور د خاوند او همسایه ترمنځ جنجال وي، کله هم د معاملاتو د لارښوونې دفتر د خپلې ګټې لپاره دواړو خوا ته دروغ وایي، اکثره د معاملاتو د لارښوونې دفترونه د قانون په خلاف له دواړو خواو ډېر کمېشن اخلي.

د عدلیې وزارت په وینا د معاملاتو د لارښوونې دفتر د کور په ګرو او خرڅولو کې یو فیصد حق لري چې کمېشن واخلي او په کرایه کې د ۱۵ ورځو پیسې چې نیمې د کور له خاوند او نیمې له کرایه نیوونکي څخه کېږي، واخلي، خو دوی د یوې میاشتې کرایه اخلي.

بشپړ پروګرام د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

کورکلی