- ګارډین
د کندهار د لويې څارنوالۍ په دفتر کې زینب فایز ګارډین ورځپاڼې ته ویلي دي چې د ژوند هدفیې دا دی چې د افغانستان د ښځو نوی نسل ځواکمن وي.
۲۸ کلنه زینب فایز له دوو کلونو راهیسې د کندهار په لویې څارنوالۍ کې کار کوي، دې ګارډین ته وویل چې د یوې مېرمنې لپاره ګرانه ده چې په یوه دفتر کې چې پهکې ټول نارینه وي، کار وکړي.
ورځپاڼه بیا د ملګرو ملتونو په وینا لیکي چې د افغانستان قضایي سیستم په دې کې پاتې راغلی دی چې داسې شرایط برابر کړي چې ښځې پهکې له دوی سره د تشدد هغو ستونزو ته رسیدهګي وکړي چې ورسره مخامخ دي.
په دې برخه کې ګارډین د ښځو د مخکښې فعالې اورځلا اشرف خبرې راخیستې دي.
مېرمن اشرف وایي، په افغانستان کې د ښځو وضعیت باید بدل شي، نوموړې زیاتوي چې د تغییر لپاره پهکار دي چې د افغانستان په قضایي چارو کې متخصصې مېرمنې ډېرې شي.
همدې ورځپاڼې په بله پاڼه کې عکسونه خپاره کړي او لاندې یې ترې لیکي، د ورځې غوره تصویرونه.
په دغو کې د کاناډا صدراعظم په امرتسر کې د سکانو د طلایي معبد مخې ته په هندي جامو کې له خپلو دوو ماشومانو او مېرمنې سره ښکاري.
د فرانسې، جنوبي کوریا، فلسطین، امریکا، بریتانیا او روسیې عکسونه دي، خو د ټولو په سر کې یې د کابل د یوې غونډۍ پر سر د څو افغان زلمیو یو عکس خپور کړی دی چې یوهیې د تور او سپین شطرنجي کاغذپران لور ته ټوپ وهلی.
د افغانانو د دې خوښۍ تر څنګ یوې بلې خپرونې د یوې خونړۍ پیښې مسئله څېړلې ده.
- هیومن رایټس واچ
د بشري حقونو د څار ډله یا هیومن رایټس واچ په خپلې خپرې کړې لیکنه کې هغو تحقیقاتو ته اشاره کړې چې د افغانستان حکومت او امریکایي پوځیانو یې د ترسره کولو ژمنه کړې ده.
دوی د هغو عملیاتو څېړنه کوي چې د جنوري د ۳۱مې او فبروري لومړۍ نېټې ترمنځ په کندهار کې شوي دي.
د جنورۍ په ۳۱مه افغان ځواکونو په داسې حال کې چې امریکایي ځواکونو د هوا له لارې د دوی ملاتړ کاوه، د کندهار د میوند ولسوالۍ په بند تیمور سیمه او د پنجوایي ولسوالۍ په رېګ سیمه کې عملیات وکړل.
د سیمې خلکو د بشري حقونو د څار ډلې ته ویلي چې افغان ځواکونو پر هغو خلکو ډزې وکړې چې هغوی هڅه کوله له جګړې وتښتي چې د عملیاتو په ترڅ کې نږدې ۵۰ طالبان ووژل شول او لږ تر لږه ۲۰ ملکیان وژل شوي دي.
د بشري حقونو د څار ډلې د یوه عیني شاهد په وینا خبر ورکړی چې ویلي یې دي، کله چې الوتکې راغلې، موږ هڅه کوله چې وتښتو، خو د تېښتې پر مهال ځواکونو پر موږ ډزې وکړې.
امنیتي ځواکونه بیا وایي چې دوی د عملیاتو پر مهال ۳۸ تنه ژوندي نیولي دي.
د بشري حقونو د څار ډله لیکي:
د بند تیمور په سیمه کې د عملیاتو مشري د میوند ولسوالۍ د اوپراسیون مشر سلطان محمد کوله چې ده د خپلو عملیاتو راپور د کندهار امنیه قوماندان جنرال عبدالرازق ته ورکاوه.
د خپرونې په وینا هغه چا ته چې په خپله په منظم ډول له بشري حقونو په سرغړونو تورن دی.
د کندهار امنیه قوماندانۍ ازادي راډیو ته وویل چې په دې عملیاتو کې یوازې دوه ملکیان چې له وسلهوالو سرهیې همکاري کوله، د تېښتې پر مهال ټپیان شوي دي.