د هرات ځوانانو د افغانستان ۱۰ زره متره مربع ستر بیرغ غني ته وسپاره

په هرات کې د ټاپي پروژې د پرانیستلو په درشل کې د هرات ځوانانو د افغانستان هغه ۱۰ زره متره مربع ستر بیرغ چې پنځه جریبه ځمکه پوښلی شي او یو میلیون کسانو لاسلیک کړی، پرون په ارګ کې افغان ولسمشر ته وسپاره.

د جمهوري ریاست له‌خوا د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې افغان ولسمشر اشرف غني چې له خپلې مېرمنې سره‌یې پر دغه بېرغ لاسلیک وکړ، د هرات د ځوانانو دغه نوښت وستایه او ویې‌ویل چې دا یوه لویه او تاریخي ډالۍ ده چې د افغانستان د ملي یووالي او ټینګ وحدت ښکارندوي کوي.

د هرات ځوانانو ویلي چې دغه بیرغ‌یې له دولت او د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ په خاطر جوړ کړی دی.