جرمني له روسیې او ایران څخه غوښتي چې د سوریې پر حکومت دې فشار راولي، څو د دمشق په هغه څنډه کې چې د یاغیانو تر ولکې لاندې ده «عامه وژنه» بنده کړي.
د سوریې د بشري حقونو د څار د یوې ډلې په وینا په دې سیمه کې په تېرو دوو ورځو کې لږ تر لږه ۲۵۰ ملکیان وژل شوي دي.
د جرمني د صدراعظمې انګلا مېرکل یو ویاند پرون چهارشنبه وویل:
"د دې دوو هېوادونو له ملاتړ پرته، د بشار الاسد رژیم دا توان نهدرلود هغه څه چې ننیې کوي، ترسره کړي. د اسد رژیم باید د سولې خبرو اترو لپاره ډېر چمتووالی وښيي."
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو اداره وايي، د فبرورۍ د څلورمې نېټې راهیسې چې د سوریې حکومت او متحدانو یې د دمشق په غوطه سیمه کې بریدونه زیات کړي، دغلته ۳۴۶ کسان وژل شوي دي.
د دې ادارې په یوې اعلامیه کې چې پرون خپره شوې راغلي چې د استوګنې پر سیمو په دې بریدونو کې تر ۸۷۸ تنو زیات نور ټپیان شوي هم دي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د دې بریدونو دفاع کړې او ویلي یې دي، پر غوطه د بریدونو هدف ملکیان نه، بلکې ترهګر دي.