رحیمي: یوې وسله‎والې ډلې چې د ټاپي د تخریب لپاره وه، سوله وکړه

د هرات چارواکي په دې ولایت کې د ټاپي د پروژې د پرانیستلو د مراسمو لپاره د کلکو امنیتي تدابیرو په ترڅ کې د سولې له بهیر سره د دولت ضد یوې ۱۰ کسیزې وسله‌والې ډلې د یوځای کېدو خبر ورکوي.

د هرات والي محمد اصف رحیمي وویل چې دغې ډلې چې په ګذره ولسوالۍ کې یې د دولت پر ضد فعالیت کاوه او ورته دنده ورکړل شوې وه چې د ټاپي مراسم ګډوډ کړي، دا غوره وبلله چې د سولې لاره خپله کړي.

د دغې ۱۰ کسیزې ډلې قوماندان محمد ایوب علیزي وویل چې د ایران له‌خوا له دوی سره مالي او پوځي مرسته کېده او ان تر دې چې یو شمېر غړو ته‌یې په هغه هېواد کې پوځي روزنه هم ورکړل شوې ده.

نوموړی وايي:

"پرزه راکوي، ځو ایران ته د ۱۰ پنځلسو ورځو لپاره، هر ښار ته چې موږ نوي کسان له ځان سره بیایو، سل په سلو کې ورته روزنه ورکول کېږي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال جنرال مراد علي مراد په هرات کې خبریالانو ته وویل چې د دغې ډلې د ادعا په اړه چې ایران‌یې ملاتړ کاوه، د افغانستان استخباراتي چارواکي به دا مسئله جدي څېړي.

هغه د افغانستان ګاونډیانو ته چې په دې هېواد کې ناامنیو ته لمن وهي خبرداری ورکړ چې یوه ورځ به دوی په خپله په دغه اور کې سوځي.

د یادونې وړ ده چې په هرات کې د ټاپي پروژې د پرانیستلو لپاره چې ټاکل شوې افغان ولسمشر او د پاکستان، ترکمنستان او هند لوړپوړي چارواکي یې سبا جمعه پرانیزي، کلک امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

په هرات کې نن پنجشنبه عمومي رخصتي اعلان شوې او سبا په هرات ښار کې د نقلیه وسیلو پر ګرځېدو بندیز لګول شوی دی.

  • پخواني معلومات

د هرات والي محمد اصف رحیمي ویلي، یوې هغې وسله‎والې ډلې خپلې وسلې پر ځمکه ایښي او د سولې له بهیر سره یوځای شوي چې د ده په وینا د یو ګاونډي هېواد له‎خوا د ټاپي پروژې د تخریب لپاره روزل شوې وه.

که څه هم د هرات والي په دې اړه د کوم مشخص هېواد نوم نه‎دی یاد کړی، خو د دې وسله‎والې ډلې غړو خبریالانو سره په خبرو کې ادعا کړې چې د ایران له‎خوا تمویلېدل او همدې هېواد وسلې او روزنه ورکړې وه.

د ټاپي پروژه چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هندوستان ته انتقالوي، ټاکل شوې ده چې د جمعې په ورځ به‌یې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په هرات ولایت کې د دې هېوادونو د لوړپوړو چارواکو سره یوځای د افغانستان د برخې د کار پرانیسته وکړي.

په هرات کې د ازادي راډیو خبریال وايي، د پرانیستې دې مراسمو ته په پراخه توګه چمتووالی نیول شوی دی.

په هرات کې امنیتي چارواکي وايي، امنیتي تدابیر یې زیات کړي او د ټاپي پروژې د پرانیستې د مراسمو د امنیت لپاره په هرات ښار او شااوخوا سیمو کې تر دوه زرو زیات اضافي امنیتي سرتېري په دندو ګومارل شوي دي.