اروپايي ټولنې پر ۱۵۰ روسي چارواکو او اوکراینيانو بندیزونه تمدید کړل

د اروپایي اتحادیې سفیرانو پر ۱۵۰ روسي چارواکو او د مسکو ملاتړو اوکرایني بېلتون‌پالو د شتمنیو د بندولو او پر سفر لګول شوي بندیزونه د نورو شپږو میاشتو لپاره تمدید کړي دي.

دا خبره د اروپایي اتحادیې ډیپلوماتانو ازادي راډیو ته کړې او ویلي یې دي چې د دې تر څنګ د بندیزونو په دغه لېست کې پر ۳۸ شرکتونو او ادارو هم بندیزونه تمدید شوي دي.

اروپایي اتحادیې دغه بندیزونه چې په هرو شپږو میاشتو کې یې تمدیدوي، وروسته له هغې لګولي چې روسیې د ۲۰۱۴ کال په مارچ کې د اوکراین ټاپو وزمه له خپلې خاورې سره یوځای کړه.

که څه هم د اوکراین په ختیځ کې اوربند شوی، خو بیا هم ورڅخه د شخړو راپورونه ورکول کېږي.

په یوې تازه پېښه کې د اوکراین دفاع وزارت نن په سیمه کې له روس‌پلوه بېلتون‌پالو سره په نښتو کې د یوه عسکر د وژل کېدو او اوو نورو د ټپي کېدو خبر ورکړی دی.

دفاع وزارت دغه‌راز روس‌پلوه بېلتون‌پالي په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د توپونو، ماشینګڼو او هاوانونو په ډزو سره ۱۵ ځلې له اوربند څخه په سرغړونه تورن کړي دي.

روس‌پلوه بېلتون‌پالو بیا د اوکراین حکومتي ځواکونه ۱۴ ځلې له اوربند څخه په سرغړونه تورن کړي دي.