د کونړ په مرکز اسعداباد کې په لسګونه کسانو د برښنايي تذکرو د وېش په ملاتړ مظاهره وکړه او له ولسمشر يې وغوښتل هر څومره چې ژر کېدای شي د نورو ولایتونو په ګډون کونړ ته هم د تذکرو د وېش مأمورین راولېږي.
د کونړ مرکز اسعداباد کې د چهارشنبې ورځې سهار نهه نیمې بجې له کرهالې او دمکلي څخه په یو وخت د تکبیر په نارو، موږ د ولسمشر غني د هرې پرېکړې ملاتړ یو، په ټول هېواد کې د برښنايي تذکرو وېش غواړو په شعارونو پیل شوه.
مظاهرهچیان چې کله د شهیدانو څلور لارې ته راورسېدل، نو ورته مولوي ضیاالرحمن اللهیار په خپلو خبرو کې وویل چې د برښنايي تذکرو ټول قانوني مراحل طی شوي او اوسيې د وېشلو په وړاندې هېڅ ډول بهانه شتون نهلري.
ښاغلی اللهیار زیاتوي:
"زموږ دین اسلام دی او زموږ ملت افغان دی، هر څوک چې اسلامیت او افغانیت سره کینه او حسد لري هغوی زموږ د دې ملک اصلي، لومړي او اخري دښمنان دي. د دې لپاره چې راتلونکي انتخابات په سم ډول ترسره شي او ټولو افغانانو ته خپل حقوق ورسېږي، موږ د ولسمشر د دغې پرېکړې نه کلک ملاتړ کوو."
دا په داسې حال کې ده چې د ملي وحدت حکومت اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله وايي چې د برقي تذکرو د وېش لپاره باید له افغان ولس سره نورې مشورې هم وشي.
خلک او قانون پوهان وایي چې د تذکرو ټولې قانوني مرحلې ترسره شوي او نورو مشورو ته پهکې اړتیا نهلیدل کېږي.