روسیه وایي، له امریکا متحده ایالاتو سره چې لیدل کېږي له سړې جګړې وروستهیې ځان تر ټولو لوېدلې کچې ته راټیټ کړی ډېره ګرانه ده چې اړیکې ښې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د سوریې او د اکراین د کړکېچونو او د امریکا د وړم کال د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د مداخلې په خاطر پر روسیې د لګول شویو تورونو له امله د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ډېرې سړې شوې دي.
د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر سرګي ریابکوف نن واشنګټن تورن کړ چې هڅه کوي په روسیه کې د راتلونکې میاشتې د ولسمشرۍ له انتخاباتو مخکې د دې هېواد په کورنیو چارو کې مداخله وکړي.
دا وروسته له هغې چې متحده ایالاتو ۱۳ روسان په نښه کړي چې په پټهیې د امریکا د تېر کال په انتخاباتو کې د مداخلې هلې ځلې کړې دي.
ریابکوف انټرفکس خبري اژانس ته ویلي چې د حیرانتیا خبره خو دا ده چې امریکایان د جمهوري ریاست له انتخاباتو مخکې زموږ په کورنیو چارو کې د مداخلې او په دوه اړخیزو اړیکو کې د کړکېچ زیاتولو په هدف ګامونه پورته کوي.
د روسیې د بهرنیو چارو مرستیال وزیر د خپلې دې ادعا لپاره شواهد وړاندې نهکړل، خو پر دې یې خواشیني وښوده چې واشنګټن له شواهدو پرته روسیه د امریکا په انتخاباتو کې په مداخلې تورنوي.
مسکو تل د امریکایي چارواکو دغه تورونه رد کړي دي.