غني: د کابل پروسې غونډه کې به د سولې پلان په ډاګه کړو

افغان ولسمشر وایي، راتلونکې اوونۍ به د کابل د پروسې په کنفرانس کې د افغانستان حکومت د سولې یو پلان نړیوالو ته په ډاګه کړي.

اشرف غني چې نن‌یې ارګ کې د سولې په اړه یوې مشورتي غونډې ته وینا کوله یو وار بیا پر طالبانو غږ وکړ چې سولې ته غاړه کېږدي او له جګړو لاس واخلي.

ولسمشر د کابل د سولې د پروسې د دوهم کنفرانس په اړه چې ټاکل شوې یوه اوونۍ وروسته د چهارشنبې په ورځ جوړ شي وویل:

"له نن څخه یوه اوونۍ وروسته د کابل دوهم کنفرانس جوړېږي او د دې کنفرانس هدف دا دی چې د سولې په اړه یوه سیمه‌ییزه او نړیواله اجماع رامنځته کړو او هم طالبانو، نړۍ او خپلو خلکو ته د سولې د خبرو پیغام او وړاندیز وړاندې کړو."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې کنفرانس کې به د لسګونه هېوادونو او نړیوالو سازمانونو استازي ګډون وکړي.