ټاکل شوې ده چې په نږدې راتلونکي کې په پکتیا ولایت کې د انلاین سوداګرۍ لپاره یو نوی دفتر پرانیستل شي.
د دغه ولایت د سوداګرۍ خونې مشر ډاکتر عبدالنصیر عالمیار نن ازادي راډيو ته وویل چې د مالي خدماتو د دغې ادارې په پرانیستل کېدو سره به د سوداګرو ډېرې ستونزې هوارې شي.
د مالي خدماتو دغه اداره پلان لري چې افغان سوداګر په نورو هېوادونو کې هم انلاین سوداګري وکړي.