د هرات ولایت په ادرسکن ولسوالۍ کې د یوه مسافر وړونکي او یوه بار وړونکي موټر په ټکر کې اته کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.
دا پېښه نن چهارشنبه سهار شوې ده.
د هرات ولایت د امنیه قوماندان ویاند عبدالاحد وليزاده ازادي راډیو ته وویل، په وژل شویو کې چې ټولیې د مسافر وړونکي فلاینکوچ موټر سپرلۍ وه، څلور ښځې، دوه ماشومان او دوه سړي شامل دي.
پېښه هغه وخت وشوه چې مسافر وړونکی موټر د سړک غاړې ته له یوه درول شوي بار وړونکي موټر سره ولګېد.