د عبدالرشید دوستم یو قوماندان د طالبانو په کمین کې وژل شوی

د ولسمشر د لومړي مرستیال عبدالرشید دوستم یو قوماندان د طالبانو په کمین کې وژل شوی دی.

دا خبره پرون سې شنبه ماښام د جوزجان امنیه قوماندان فقیر محمد جوزجاني ازادي راډيو ته وکړه.

هغه وویل، د جنرال دوستم دا قوماندان عبدالجلیل نومېده چې مازیګر مهال د ګزمې لپاره د باشیکود دښتې ته وتلی و چې له خپل موټر چلوونکي سره یوځای د طالبانو په کمين کې ووژل شو.

هغه زیاته کړه چې طالبانو د جنرال دوستم د دغه قوماندان موټر هم سوځولی دی.

جلیل قوماندان په «جلیل کور» مشهور و چې د جنرال دوستم قوماندان و او اوس وخت‌یې په خواجه دوکوه ولسوالۍ کې د ولسي پاڅونونو په لیکو کې فعالیت کاوه.