خواجه اصف: د پیسو خړ لېست کې د پاکستان د شاملولو اقدام ځنډیدلی

پاکستاني چارواکو ویلي چې د پیسو په خړ لېست کې د دغه هېواد د شاملولو لپاره د امریکا اقدام درې میاشتې ځنډېدلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف پرون سې شنبه ناوخته اعلان وکړ چې د مالي پرېکړو خاصې ډلې «FATF» پرېکړه کړې چې سمدستي د خړ لېست په نوم دغه لېست ته د پاکستان د ورشاملولو په خاطر د امریکا د پرېکړې په اړه کوم عمل ونه‌کړي.

پاکستاني چارواکو اندېښنه درلوده چې په دې لېست کې شاملېدل به پر دغه هېواد درانه اقتصادي تاوانونه واچوي او د مخنیوي لپاره‌یې هڅې کوي.

په همدې ارتباط پاکستاني چارواکو له حافظ سعید سره په تړلو خیریه مؤسسو ممنوعیت اعلان کړ.

حافظ سعید په ۲۰۰۹ میلادي کال کې د ممبی په حمله چې ۱۶۶ کسان په‌کې ووژل شول تورن دی.

د مالي اقدام د ډلې غړي روانه اوونۍ په پاریس کې سره ګوري.

د راپورونو پر اساس بریتانیا، فرانسه او جرمني د امریکا له پرېکړې هرکلی کوي، خو چین، روسیې او ترکیې د پاکستان په وړاندې د امریکا له دې عمل سره مخالفت ښيي.

خو په واشنګټن کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه مسؤل وویل، دا نه‌شي تأییدولی چې د پیسو په تور لېست کې د پاکستان شاملول دې ځنډېدلی وي.

دغه مقام ویلي، د مالي اقدام د ډلې بحثونه پټ ساتل کېږي.