په کندهار کې یو عکاس او مدني فعال پر ټولنیزو رسنیو څارنوالانو ته د توهین په تور زنداني شوی دی.
د کندهار د استېناف څارنوالۍ رئیس عبدالرحمن کوهشان ازادي راډیو ته وویل چې د عبدالعلي افغان په نوم عکاس او مدني فعال پر خپله فېسبوک پاڼه د کندهار د څارنوالانو توهین کړی او د جزا د نوي کوډ «قانون» پر اساس زنداني شوی دی.
عبدالرحمن کوهشان زیاتوي چې د جزا په نوي کوډ کې د ټولنیزو رسنیو د کار کوونکو لپاره ډول ډول سزاګانې ټاکل شوې دي.
بلخوا په افغانستان کې د ازادو ژورنالېستانو د ملاتړ ادارې یا نی د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د عبدالعلي افغان نیول کېدل غندلي دي.
د سزا نوی کوډ «قانون» څو ورځې وړاندې د ولسمشر لهخوا توشېح شو.
په دې قانون کې پر ټولنیزو رسنیو؛ فېسبوک، ټویټر او نورو د یوه شخص سپکاوی جرم بلل شوی دی.
خو د ژونالېستانو د ملاتړ بنسټونه وايي، د خبریالانو او د رسنیو د کار کوونکو لهخوا رامنځته کېدونکې دا ډول قضیې باید د تخطیو کمېسیون لهخوا وڅېړل شي.