د "۲۰۵م" اتل قول اردو په مرکز کې د ليزري وسلو او دوربینونو خاص مهارتونه!

د افغانستان په جنوب ۲۰۵ اتل قول اردو په روزنیز مرکز کې سلګونه سرتېري نظامي زده‎کړې کوي.

د دغه روزنیز مرکز مسؤلین وایي چې اوس نویو سرتېرو ته د لیزري وسلو او دوربینونو په مقابل کې د ځان ساتنې خاص مهارتونه ور زده کوي.

دا په داسې حال کې ده چې وسله‎والو طالبانو په تېر کال کې د کندهار په خاکرېز، شاه ولي‎کوټ او میوند ولسوالیو کې د ملي اردو پر سرتېرو له ليزري وسلو او دوربینونو څخه په استفادې خونړۍ حملې وکړې.

په کندهار کې د ازادي راډیو خبریال صادق رښتیني د ملي اردو د روزنې دغه مرکز ته ورغلی چې راپور یې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلای شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د رښتیني راپور