دنیا: افغان حکومت نویو معاملو ته مخه کړه

د کابل چاپ د نن ورځې ورځپاڼو تر ډېره د سمنګان ولایت په اړه د پردې تر شا د جمعیت ګوند او حکومت ترمنځ په شوې معاملې مقالې او تبصرې کړې دي.

  • دنیا

دنیا خپلواکې ورځپاڼې حکومت نویو معاملو ته مخه کړه، تر عنوان لاندې په خپله سرمقاله کې لیکلي چې د سمنګان ولایت په بدل کې د دې ولایت پخواني والي ته د سولې د عالي شورا د مرستیال څوکۍ ورکړل شوې ده.

د سرمقالې د لیکوال د معلوماتو له مخې د دې تر څنګ په اروپايي هېوادونو کې ترکمن قوم ته یو سفارت هم منل شوی دی.

په مطلب کې وړاندې راغلي، همدا معاملې لامل شوي چې د سمنګان پخواني والي عبدالکریم خدام خپله دنده پرېښوده او د مرکزي حکومت امر يې ومانه، خو د سرمقالې لیکوال په دې باور دی چې د حکومت دغه ډول معاملې به یو شمېر زورواکو ته زمینه برابره کړي چې د مرکزي حکومت د پرېکړو په وړاندې مقاومت وکړي او خپل ځای په حکومت کې وساتي.

د سرمقالې لیکوال د مطلب په پای کې لیکلي، حکومتي مشران فکر کوي چې د یو بحران مخه په بل بحران نیولی شي، خو حقیقت دا دی چې یو بحران په بل بحران نه‎شي حلېدای، بلکې د بحرانونو د راپورته کېدو سبب کېږي.

  • مسیر

مسیر خپلواکه ورځپاڼه هم یادې موضوع ته اشاره کوي او لیکي چې د والیانو تبدیلي، له کاره ګوښه کول او ګومارل د ولسمشر قانوني صلاحیت او عادي چاره ده چې باید له لانجې پرته ترسره شي، خو د سرمقالې د لیکوال په باور د سمنګان د پخواني والي سره د حکومت پټه معامله د یوه نوي دود د بنسټ لامل ګرځي.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې که له دې وروسته حکومت هر دولتي مأمور له دندې لیرې کوي، هغه به مقاومت کوي او د حکومت پرېکړه به نه‎مني، حکومت به خبرې ورسره کوي او وروسته به بله څوکۍ ورکوي چې دا هر څه د قانون خلاف عمل دی.

د سرمقالې لیکوال د مطلب په پای کې وړاندیز کوي چې حکومتي مشران باید د خپل واک لپاره قانون او حکومتوالي مسخره نه‎کړي او په وینا يې چې په‎کار ده نور دا ډول لوبې ودرول شي او هر څه د قانون سره سم مخته لاړ شي.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په یو مطلب کې لیکلي چې د سمنګان پخواني والي نوي والي ته څوکۍ پرېښوده.

په مطلب کې که څه هم د سمنګان د پخواني والي عبدالکریم خدام د نوې دندې په اړه څه نه‎دي لیکل شوي، خو ویل شوي چې نوی والي په داسې حال کې خپلې دندې ته معرفي شو چې په ایبک ښار کې کلک امنیتي تدابیر نیول شوي وو.