- یورو اېشیا رېویو
یورو اېشیا رېویو خپرونې له کابل سره د واشنګټن د ژمنو مسئله څېړلې ده.
د دې لیکنې په یوې برخه کې راغلي دي چې له افغانستانه د ۲۰۱۴ میلادي کال په وروستیو کې د بهرنیو ځواکونو د سترې برخې تر وتلو وروسته، پر افغان ځواکونو د طالبانو بریدونه خورا زیات شول.
دا بریدونه دومره ډېر شول چې د افغانستان لپاره د امریکا د نوې ستراتېژی له مخې واشنګټن پریکړه وکړه چې دغه هېواد ته نور پوځیان واستوي.
د مقالې لیکوال بیا لیکي:
لا وختي دی چې د افغانستان لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالد ټرمپ د نوې ستراتېژي په برخه کې حکم وکړو چې دا به هغه ژمنې ترسره کړي، که نهکړي؟ چې تعهد یې کړی دی.
خو د لیکوال په باور د واشنګڼن دا ژمنه چې په افغانستان کې به پاتې وي، پر دښمن به تهاجمي بریدونه زیاتوي او د پاکستان د دوهګوني لوبې مخه به نیسي پرته له څه شکه چې ډېر اهمیت لري.
د امریکا د نوې ستراتېژۍ له مخې د دغه هېواد ځواکونه به په افغانستان کې د زمان له مخې نه، شرایطو ته په کتو سره پاتې شي.
بل لور ته امریکایي جنرالانو او قوماندانانو ته په افغانستان کې د پوځي عملیاتو د ترسره کولو په برخه کې ډېر صلاحیتونه ورکړل شوي دي.
- د بېپولې خبریالانو خپرونه
طالبانو پر رسنیو مالیات وضع کړي دي.
د بېپولې خبریالانو خپرونه لیکي چې طالبان د دې تر څنګ چې هر وخت په افغانستان کې رسنیو ته ګواښونه کوي، په یو شمېر ولایتونو کې یې اوس خبریالانو ته ویلي دي، که دوی ته پیسې ورکوي، نو راپور تهیې پرېږدي.
خپرونې د غزنویان په نوم د شخصي ټلوېزیون د مسؤل مدیر فرید عمري خبرې راخیستې دي چې وایي، طالبانو موږ ته په غزني کې ټیلیفون وکړ او ویېویل چې څلور لکه افغانۍ راکړئ او دا هغه مالیه ده چې دوی یې اوس په ټول افغانستان کې اخلي.
عمري زیاته کړه چې وروسته له څو ځله خبرداریو او یادونو موږ مجبوره شو چې دا پیسې ورکړو.
په غزني کې د خبریالانو او رسنیو مسؤل محمد عارف نوري وایي، له درېیو میاشتو را پهدې خوا طالبان له رسنیو پیسې غواړي.
د طالبانو ویاند ذبیحالله مجاهد هم دا خبره تأیید کړې ده چې دوی له رسنیو مالیات اخیستي دي.
د بېپولې خبریالانو ټولنه د خپلو چارواکو په وینا خبر ورکوي چې طالبان د رسنیو دښمنان دي او هڅې کوي چې خلکو ته د اطلاعاتو د رسېدو مخه ونیسي، خو دغه ټولنه څرګندوي چې رسنۍ او چارواکي باید په ګډه حللاره پیدا کړي، ترڅو دا ستونزه هواره شي.