ناوئرت: د سوریې په ختیځه غوطه کې دې تاوتریخوالی سمدستي راکم شي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویانده هدر ناوئرت

امریکايي چارواکو ویلي، دوی د سوریې پایتخت دمشق ته نږدې د یاغیانو تر ولکې لاندې پر محاصره شوې سیمه کې د سوریې د حکومت او متحدانو په بریدونو کې د زیاتوالي په اړه ژوره اندېښنه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هدر ناوئرت د سې شنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، په ختیځه غوطه سیمه کې باید روان تاوتریخوالی سمدستي راکم شي.

نوموړې همدارنګه بشارالاسد ته د وفاداره ځواکونو له‎خوا «د محاصرې او وږي کولو تاکتیکونه» وغندل.

د سوریې د بشري حقونو د څار بریتانیا مېشتې ډله وايي، په دوه ورځو کې په دې محاصره شوې سیمه کې هوايي بمباریو، راکټونو او د توپونو ډزو لږ تر لږه ۲۵۰ کسان وژلي دي.

په عین حال کې د سوریې رسنیو راپور ورکړی چې د ختیځې غوطه سیمې څخه ځیني ډلو د دمشق پر ختیځو ناحیو د هاوان مرمۍ ویشتي چې دغلته‌یې لږ تر لږه شپږ کسان وژلي دي.

د سوریې لپاره د ملګرو ملتونو د بشري چارو تنظیموونکي ویلي، په تېرو دوو ورځو کې په ختیځه غوطه سیمه کې په شپږ روغتونونو راکټونه او توغندي لګېدلي چې لږ تر لږه درې یې له فعالیت لوېدلي او دوه‌یې نیمه فعال دی.