قاسمي: تهران کې د سوېډن استازی د دوشنبې په ورځ احضار شوی

د ایران د بهرنیو چارو وزارت وايي، په تهران کې یې د سویډن سفیر پر هغه څه د اعتراض له کبله احضار کړی چې دې هېواد په ایران کې پر مرګ یو محکوم بندي ساینس‎پوه ته چې په استکهلم کې اوسېده سویډنی تابعیت ورکړی.

د ایرنا دولتي خبري اژانس د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند بهرام قاسمي له خولې ویلي، په تهران کې یې د سوېډن استازی د دوشنبې په ورځ احضار کړی و.

تر دې دوه ورځې مخکې سویډن تأیید کړې وه چې احمد رضا جلالي ته‌یې سویډنی تابعیت ورکړی دی.

د سویډن د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې د فبرورۍ په ۱۷مه نېټه وویل، دوی د خپل هېواد د دې تبعه لپاره سلا مشورې ته د اجازې غوښتنه کړې.

نوموړي همدارنګه ویلي، زموږ غوښتنه ده چې علي رضا جلالي ته دې د مرګ سزا نه‌ورکول کېږي.

بل‎خوا د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، د سویډن دا اقدام د پوښتنې وړ او غیر دوستانه دی او زیاته کړې یې ده ایران کې دوه‎ګونی تابعیت د منلو نه‎دی.

جلالي چې د طب ډاکتر او په استکهلم کې د «کارولینسکا» پوهنتون استاد دی د ۲۰۱۶ میلادي کال اپرېل میاشت کې نیول شوی او وروسته د جاسوسۍ په تورونو په مرګ محکوم شوی دی.