د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې یو بل ډله‌ییز قبر هم موندل شوی

امنيتي ځواکونو د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې یو بل ‌‌‌‌‌‌ډله‌ییز قبر هم موندلی دی.

د ننګرهار ولایتي اداره وايي، امنيتي ځواکونو د اچین ولسوالۍ د مامند درې په سیمه کې یو بل ‌‌‌‌‌‌ډله‌ییز قبر هم موندلی دی.

د ولایت ویاند عطالله خوګياڼي ازادي را‌‌‌‌‌‌ډيو ته وویل چې په دغه ‌‌‌‌‌‌‌ډله‌ییز قبر کې د هغو ۱۰ تنو ولسي وګړو جسدونه موندل شوي چې شااوخوا ۱۵ میاشتې وړاندې داعش وسله‌والو د پچیراګام ولسوالۍ پاس پچیر څخه له ځانه سره بیولي وو.

تېره ورځ هم امنیتي ځواکونو د هغو نهو تنو ‌‌‌‌‌‌ډله‌ییز قبر موندلی وو چې له کوټ ولسوالۍ څخه داعش وسله‌والو پخوا برمته کړي وو.