له یوې مذهبي ډلې سره نښته کې ۵ ایراني سرتېرې وژل شوي

پولیس وایي، د صوفي مسلمانانو او پولیسو ترمنځ په تهران کې په تاوتریخوالي کې پنځه پولس وژل شوي او ۳۰۰ تنه نیول شوي دي.

د تهران په شمالي برخه کې پرون د ګنابادي صوفي ډلې د غړو اعتراض له پولیسو سره په تاوتریخوالي بدل شو.

د ګنابادي صوفیانو د پولیسو د یوه مأموریت په مخ کې د خپلو یو شمېر توقیف شویو ملګرو په اعتراض کې راغونډ شوي و.

په ټولنیزو رسنیو کې په تصاویرو کې چې دولتي ټلوېزیون هم خپاره کړي لیدل کېږي چې یو بس د پولیسو پر یوې ډلې ورځي.

مخکې په دې پېښه کې د درې پولیسو د وژل کېدو خبره شوې وه.

که څه هم د صوفي مسلمانانو ډله په ایران کې غیر قانوني نه‌ده اعلان شوې، خو د بشري حقونو ډلې د ایران حکومت تورنوي چې د دې ډلې غړي ځوروي او ورسره توپیري چلند کوي.