د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د امریکا متحده ایالات او یو شمېر اروپایي هېوادونه تورن کړل چې په بالکان کې د ختیځ او لوېدیځ ترمنځ کړکېچ ته لمن وهي.
سرګي لاوروف دغه څرګندونې صربیا ته له سفر مخکې چې ټاکل شوې په روانه اوونۍ کې یې ترسره کړي، د صربیا له بیتا خبري اژانس سره نن سې شنبه په مرکه کې کړې دي.
لاوروف وویل، په لوېدیځ کې یو شمېر هېوادونه چې د روسیې ضد دي، د بالکان د سیمې هېوادونو ته یوازې دا انتخاب ورکوي چې که له اروپايي اتحادیې یا ناټو سره یوځای کېږئ، یا به لوېدیځ او یا به هم له روسیې سره درېږئ.
هغه زیاته کړه چې د بالکان هېوادونه دې ته اړ کول چې باید خپل لوری معلوم کړي، یو ډېر غلط سیاست دی.
اروپایي اتحادیې تر ۲۰۲۵ میلادي کال پورې په دغه اتحادیه کې د صربیا او مونتهنګرو د غړیتوب لپاره یو لړ شرایط وضع کړي چې بلګراد هم هغه منلي دي.