د سوریې په ختیځ ښار غوطه کې د دولتي پوځي ځواکونو او د هغو د متحدانو په بریدونو کې د زیاتوالي له کبله یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې لږ تر لږه ۹۸ کسان وژل شوي چې ۲۰یې ماشومان وو.
د سوریې د بشري حقونو د څار ټولنه چې مرکز یې په لندن کې دی، پرون دوشنبه وویل چې په غوطه کې په بمباریو، د توغندیو په حملو او د هاوان په ډزو کې پر ۹۸ وژنو سربېره ۴۷۰ نور کسان ټپيان شوي.
د سوریې پوځ تر اوسه په دې اړه څه نهدي ویلي، خو دمشق له دې مخکې تل ویلي دي چې یوازې وسلهوال مخالفین په نښه کوي.
د سوریې دولتي رسنیو د دې وژنو په اړه وویل چې له غوطه څخه د پلازمېنې دمشق پر لور یو توغندی وویشتل شو چې په نتیجه کې یې یو ماشوم ووژل شو او اته نور ټپیان شول.
د غوطه ختیځ چې ملګري ملتونه وايي، شااوخوا څلور لکه اوسېدونکي لري له ۲۰۱۳ میلادي کال راهیسې د دولتي ځواکونو لهخوا کلابند دی.