د بغلان ولایتي شورا حکومت ته خبرداری ورکړی

د بغلان ولایتي شورا حکومت ته خبرداری ورکړی چې د دې ولایت له پوځي ځواکونو څخه دې د ګاونډي ولایت سمنګان د لیرې کړل شوي والي پر ضد کار نه‌اخلي.

په سیمه کې د ازادي راډیو د خبریال د راپور له مخې د بغلان د ولایتي شورا اتو غړو تېره شپه په یوه خبري غونډه کې وویل چې ولسمشر اشرف غني د بغلان ولایت پوځي او ملکي چارواکو ته امر کړی چې په بغلان کې دېره ځواکونه د سمنګان د نوي والي د معرفي کولو لپاره هغه ولایت ته واستوي، خو دوی وايي د دې کار مخالف دي او اجازه نه‌ورکوي چې د بغلان له امنیتي ځواکونو د ګاونډي ولایت پر ضد کار واخیستل شي.

د بغلان د ولایتي شورا رئیس صفدر محسني وویل چې که سمنګان ته له بغلانه ځواکونه واستول شي، نو دوی به په داسې اقداماتو لاس پورې کړي چې اداره به‌یې د حکومت له وسې وتلې وي.