چارواکي: له وسله‌والو سره په نښتو کې ۹ پولیس وژل شوي

افغان چارواکي د افغانستان په لوېدیځ او ختیځ کې د وسله‌والو په حملو کې د نهو پولیسو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د فراه د والي ویاند محمد ناصر مهري وویل چې تېره شپه د دې ولایت په بالابلوک ولسوالۍ او د فراه ښار ته نږدې پر دوو امنیتي پوستو وسله‌والو برید وکړ چې په نتیجه کې یې ۸ پولیس ووژل شول.

ښاغلي مهري دغه‌راز وویل چې په دغې حمله او نښتو کې چې تر نن سهار پورې یې دوام وکړ، ۱۳ وسله‌وال وژل شوي دي.

بله پېښه په پروان ولایت کې شوې ده.

د پروان د والي ویاند قیس قادري ویلي چې یو پولیس افسر د دوو وسله‌والو په ډزو کې ووژل شو.

د هغه په وینا، دواړه برید کوونکي وژل شوي او د پېښې په تړاو پنځه مشکوک کسان نیول شوي دي.

د دواړو حملو مسؤلیت تر اوسه کومې ډلې په غاړه نه‌دی اخیستی، خو په فراه ولایت کې وسله‌وال طالبان ډېر فعال دي.