د ننګرهار مرکز جلالاباد ښار کې د دوهمې امنیتي حوزې اړوند د سپین غر پخوانۍ سینما شا ته بمي چاودنه شوې چې له املهيې درې تنه وژل شوي او دوه نور ټپيان دي.
د ننګرهار ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي ازادي راډیو ته وویل دغه بمي چاودنه نږدې ۱۲ بجې د یوه هوټل په دوهم منزل کې د استوګنې په یوه خونه کې شوې ده.
ښاغلي خوګیاڼي وویل چې د چاودنې د رامنځته کېدو لامل لا نهدی ښکاره شوی، خو سیمې ته پولیس رسېدلي او نور جزئیات به وروسته له رسنیو سره شریک کړل شي.
- پخواني معلومات
په جلالاباد کې چاودنې څلور تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ننګرهار ولایتي چارواکي وايي، د جلالاباد ښار د دوهمې حوزې اړوند د برېښنا سټېشن ته نږدې په یوه دکان کې چاودنه شوې ده.
د ولایت ویاند عطاالله خوګياڼی وايي، په دې چاودنه کې یو کس وژل شوی او درې نور زخمیان شوي دي.
نوموړي د چاودنې د څرنګوالي په اړه څه نهدي ویلي، خو په خبرهيې د پېښې په تړاو څېړنې روانې دي.