د کرکټ د بریا لپاره د خوښۍ په دود ډزې کابل ښاریان سخت وېرولي وو

د کابل ښار يو شمېر اوسېدونکي د خوشحالۍ په دود ډزې د خپل‌سریو نښه ګڼي وايي، حکومت باید د دا شان کسانو په وړاندې جدي اقدام وکړي.

دا غوښتنې د تېرې شپې تر ډزو وروسته کېږي، کوم چې په کابل کې د زېمبابوې په وړاندې د افغاستان د کرکټ د ملي لوبډلې د بریا له امله د خوشحالۍ په دود وشوې.

دوی وايي، هوايي ډزو تېره شپه ډېر اندېښمن کړي وو او ګومان کېده چې ګوندې کومه وسله‌واله حمله شوې ده.

خو د کابل امنیه قوماندانۍ وايي چې د ډزو په تور ۱۱ کسان نيول شوي دي.

د ازادي راډیو خبریاله ناجیه ساپۍ بشپړ راپور لري چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلای شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

د سايۍ راپور