هېواد: د نور او خدام په ننګه د جمعیت دریځ د ملي ګټو او قانون خلاف دی

په کابل کې خپرېدونکو ورځپاڼو نن بیا هم د ځینو والیانو د لیرې کولو په تړاو د ارګ او جمعیت ګوند ترمنځ پر رامنځته شوې لانجې او د پاکستاني چارواکو د څرګندونو په اړه د افغان چارواکو پر غبرګونونو بحثونه کړي دي.

  • ویسا

ویسا ورځپاڼې د ولسمشر له لوري د ځینو والیانو له ګوښه کولو وروسته، د جمعیت ګوند او د ارګ ماڼۍ ترمنځ موجوده لانجو ته په اشارې حکومت ته خبرداری ورکړی چې که سم دستي یې له ځینو ولایتونو سره د راولاړو شویو لانجو غم ونه‌خوړ، نو د ډاکتر نجیب پېښه به پری تکرار شي.

ورځپاڼې لیکلي چې ولس د کابل او ولایتونو ترمنځ د اختلاف او بغاوت په منځ کې خپله راتلونکې ډېره تیاره ویني او حکومت ته په‌کار ده چې د ولس دغه اندېښنه لیرې کړي.

ورځپاڼې په خپل لومړي مخ کې د همدې مسئلې په اړه په یوه جلا مطلب کې لیکلي چې له عطا محمد نور وروسته د سمنګان والي هم د ده د ګوښه کولو لپاره د ولسمشر پرېکړه وننګوله او هغه‌یې رد کړه.

ورځپاڼې لیکلي چې د بلخ او سمنګان والیان دواړه د جمعیت ګوند غړي دي او د جمعیت ګوند هم په یو بیان کې د سمنګان د والي د ګوښه کولو پرېکړه رد کړې او ویلي دي چې دا پرېکړه د حکومت او جمعیت ګوند ترمنځ د شوي هوکړه‌لیک خلاف ده.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د بلخ او سمنګان د والیانو د ګوښه کولو په وړاندې د جمعیت ګوند دریځ د ملي ګټو، قانون او هېوادنیو ارزښتونو په خلاف بللی او لیکلي دي چې جمعیت ګوند دا مخالفت داسې مهال څرګند کړی چې د نورو سیاسي ګوندونو له دوی پورې د تړلو والیانو د ګوښه کولو هرکلی کړی دی.

ورځپاڼې په خپله سرلیکنه د بحث په دوام لیکلي چې ځینې کړۍ قانون، ملي حاکمیت او ملي ګټې ننګوي او د اداري اصلاحاتو او فساد پر ضد د مبارزې لپاره روانې هلې ځلې زیانمنوي.

ورځپاڼه لیکي چې د ګوښه کړای شویو والیانو تر شا ولاړ ګوندونه په هېواد کې د ملي یووالي په خلاف په قومونو کې د کرکې او نفرت تخم شیندي چې د ورځپاڼې په وینا، حکومت‌یې باید مخنیوی وکړي.

ورځپاڼې دا وېره څرګنده کړې چې د دغو کړیو له‌خوا له رامنځته شوي حالته د هېواد تاریخي دښمن ګټه پورته کوي، هغه چې د افغان حکومت د مشرانو د ښه مدیریت له کبله، اوس انزوا ته ټېل وهل شوی دی.

  • ملي ارمان

خو ملي ارمان ورځپاڼې بیا لیکلي چې د جمعیت اسلامي ګوند په خپل یو بیان کې د ارګ له لوري د سمنګان د والي له ګوښه کولو سره د خپل مخالفت تر څنګ ویلي چې ښاغلی خدام د ملي یووالي د حکومت د رامنځته کولو د هوکړې له مخې والي ټاکل شوی و او د دې لپاره چې جمعیت ګوند د حکومت یو اړخ دی، نو دا فرمان ردوي.

ورځپاڼې وړاندې د سمنګان د ګوښه کړای شوي والي نظر هم راخيستی او لیکلي یې دي چې له عطا محمد نور وروسته د سمنګان والي هم د ده د ګوښه کولو پرېکړه جمعیت ګوند ته سپارلې ده.

د پاکستاني چارواکو د وروستیو څرګندونو په اړه، د افغان دفاعي چارواکو غبرګونونه بله مهمه مسئله ده چې د کابل ورځپاڼو پری بحثونه کړي دي.

  • افغانستان ما

افغانستان ما ورځپاڼې لیکلي چې د افغانستان د دفاع وزارت د پاکستان د لوی درستیز دا څرګندونې چې د ترهګرو مرکزونه په افغانستان کې دي، په کلکه رد کړي او ویلي یې دي چې پاکستاني چارواکي د ترهګرو د موجودیت په اړه ثابت نظر نه‌لري.

ورځپاڼې لیکلي چې د پاکستان د پوځ لوی درستیز جنرال قمر جاوید باجوه د مونیخ په امنیتي غونډه کې د وینا پر مهال ادعا کړې چې دوی القاعده، طالبان او جماعت‌الاحرار ته ماته ورکړې، خو د افغانستان له لوري دوی ته ورپېښ ګواښونه لا هم پر خپل ځای دي.

ورځپاڼه د موضوع په دوام د جنرال باجوه د خبرو دا برخه هم راخيستې چې ویلي یې دي، که څه هم پاکستان د ترهګرو ډلو پر ضد اصلاحي اقدامات کړي، خو د ده په وینا، دا ډلې لا هم په افغانستان کې خوندي مرکزونه لري.

خو ورځپاڼه د جنرال باجوه د دغو ادعاوو په اړه د افغانستان د دفاع وزارت دا غبرګون راخيستی چې ویلي یې دي، د کوېټې شورا، حقاني شبکه، القاعده او نورې ترهګرې ډلې په پاکستان کې دي.

ورځپاڼې وړاندې د دفاع وزارت د ویاند جنرال دولت وزیري د وینا په استناد لیکلي چې په افغانستان کې مېشت د ناټو په مشرۍ بهرني ځواکونه او په ټوله کې نړیوال اوس پوه شوي چې ستونزه په پاکستان کې ده.

  • انیس

انیس دولتي ورځپاڼې بیا د ترهګرو ډلو په وړاندې د پاکستان چلند ته په اشارې لیکلي چې که امریکا په افغانستان کې د جګړې د ختمولو لپاره پرېکنده ګام پورته نه‌کړي، نو پاکستان به دې جنګ ته دوام ورکړي.

ورځپاڼې لیکلي چې افغان حکومت د سولې د ټینګښت لپاره له پاکستان سره خبرې وکړې، خو ورځپاڼې د افغان چارواکو په حواله لیکلي چې اسلام‌اباد سولې ته چندانې لېوال نه‌دی.

ورځپاڼې لیکلي چې پاکستان د خبرو لپاره له رامنځته شویو فرصتونو څخه د جنګ د دوام زمینه برابروي او جګړه‌یې دومره پېچلې کړې چې نړیوال‌یې یوې داسې دوه لاري ته برابر کړي چې نه‌شي کولای، د پاکستان په اړه پرېکړه وکړي.

خو ورځپاڼې د بحث په پای کې امریکا ته سپارښتنه کړې، لکه څرنګه‌یې چې په عراق او سوریه کې داعش ته ماته ورکړه، په افغانستان کې هم جدي اقدام وکړي.