چارواکي: په پکتیکا کې ښځینه روغتیايي کارکوونکې کمې دي

د پکتیکا ولایت چارواکي وايي چې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د ښځینه ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکو د کمښت ستونزه موجوده ده.

یادې څرګندونې د دوشنبې په ورځ د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت د عامې روغتیا ریاست په چوکاټ کې، د ۲۴ تنو ښځینه نرسانو د فراغت د مراسمو په څنډه کې د ازادي راډيو د مشال څانګې ته وکړې.

د پکتیکا والي وايي چې د ښځینه ناروغانو د درملنې لپاره د ښځینه ډاکترانو او نرسانو شتون د ټولنې اړتیا ده، خو یاد ولایت په دې برخه کې وروسته پاتې شوی دی.

الیاس وحدت وویل:

"په پکتیکا ولایت کې موږ د ښځينه ډاکترانو او روغتیايي کارکوونکو له کمښت سره مخامخ یوو او دا ستونزه له پخوا نه راپاتې ده، اوس مو کوښښ دا دی چې لږ تر لږه په دې برخه کې پرمختګ وکړو، نو دا ۲۴ خویندې چې د نرسنګ له برخې فارغې شوې، که ۱۵ تنه هم په مرکز او ولسوالیو کې دندې واخلي، نو د ښځينه نرسانو د کمښت ستونزه به څه نا څه راکمه شي."

په پکتیکا ولایت کې داسې مهال د نرسنګ په برخه کې له دوو کلونو زده‌کړو یو شمېر نجونې فارغېږي چې تر دې وړاندې هم په درېیو جلا جلا دورو کې قابله‌ګانې فارغې او دا مهال عملاً په خصوصي او حکومتي روغتیايي مرکزونو کې پر خدمت بوختې دي.