د کونړ اوسېدونکو د برښنايي تذکرو د وېش د پیل کېدو ملاتړ وکړ

د کونړ اوسېدونکو د برښنايي تذکرو د وېش لړۍ د پیل کېدو ملاتړ وکړ.

دوی له ولسمشره غواړي چې باید ولایتونو کې هم د برښنایي تذکرو د وېش لپاره ژر تر ژره زمینه برابره کړي.

دوی وايي، هر څوک چې د دغې ملي پروسې مخالفت کوي، هغوی نه‌غواړي چې هېواد کې امنیت تأمین شي، د فساد مخه ونیول شي او په خبره‌یې چې دغه کسان غواړي چې خپلو درغلیو ته دوام ورکړي.

د کونړ اوسېدونکي وايي، له ډېر وخته‌يې د دې ارمان درلوده چې هېواد کې يې د برښنايي تذکرو وېش پیل شي او هر افغان د کاغذي او لاسي تذکرې پر ځای د برښنایي تذکرې څښتن شي.

دوی زیاتوي، له برښنايي تذکرو سره د خپل او پردي توپیر کېدای شي او نن چې کوم کسان له بېلابېلو هېوادونو افغانستان ته راغلي او دلته‌يې د پردیو لپاره نیابتي جګړه توده کړې، هغوی ته به هم په افغانستان کې اوسېدل ګران شي.

د یادونې وړ ده چې په تېرو څو کلونو کې د ارګ، ولس او د ولسي جرګې د یو شمېر غړو ترمنځ له ټولو جنجالي او له ستونزو ډکه موضوع په برښنايي تذکرو کې د افغان او اسلام د کلمو لیکل او د دغو تذکرو وېش و، خو په دې وروستیو کې د مشرانو او ولسي جرکې څخه جوړ شوي ګډ کمېسیون د ولسمشر تقنیني فرمان تأيید کړ او د تېرې پنجشنبې له ورځې د یادو تذکرو د اخيستلو لپاره یو شمېر لوړپوړو دولتي چارواکو او مأمورینو فورمې ډکې او بایومټريک‌يې کړی، خو د حکومت اجرائیه ریاست وايي چې د تذکرو د وېش لپاره باید نورې مشورې هم وشي.