د افغانستان دفاع وزارت هغه راپورونه رد کړل چې ګواکې شااوخوا ۴۰ کمانډو ځواکونه د فاریاب ولایت په پښتون کوټ سیمه کې د وسلهوالو طالبانو په محاصره کې دي.
تر دې وړاندې په فاریاب کې د ملي پاڅون د یو شمېر قوماندانانو او سیمهيیزو اوسېدونکو په حواله رسنیو راپورونه ورکړل چې وایي، له دوو ورځو راهیسې د دې ولایت په پشتون کوټ په سر حوض سیمه کې خلک او امنیتي ځواکونه د وسلهوالو طالبانو تر محاصرې لاندې او له سخت خطر سره مخامخ دي.
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"دا زه ردوم، کاملاً غلط دی، زموږ قوتونه هلته دي، هغوی په ښه حال کې دي، مرسته هم ورسره کېږي، دوه بریدونه د دښمن لهخوا شوي وو چې بېرته په شا وتمبول شول، جدي خبره نهده."
فاریاب د افغانستان په شمال کې د سرپل او جوزجان تر څنګ یو له هغو ولایتونو دی چې په دې وروستیو کې پهکې د وسلهوالو طالبانو تر څنګ، د داعش ډلې د فعالیتونو د ډېروالي شکایتونه هم شوي دي.