محمدحنیف اتمر د سعودي عربستان د کورنیو چارو له وزیر سره ولیدل

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار په ریاض کې د سعودي عربستان د کورنیو چارو له وزیر سره ولیدل.

د افغانستان د ملي امنیت شورا د دفتر ویاند وایي چې محمد حنیف اتمر او شهزاده عبدالعزیز بن سعود بن نائف بن عبدالعزیز د دوشنبې په ورځ پر بېلابېلو امنیتي مسایلو خبرې وکړې.

د دغې ادارې ویاند قادر شاه ازادي راډیو ته وویل:

"په دې لیدنه کې له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې، د سولي پر لارو چارو، دوه اړخیزو امنیتي همکاریو، د نشه‌یي موادو د تولید او قاچاق د مخنیوي او په ځانګړي ډول په سعودي عربستان کې د مېشتو افغان کارګرو او سوداګرو لپاره د اسانتیاوو په اړه مفصلې خبرې شوې دي."

ښاغلی اتمر د سعودي د شهزاده په بلنه د یکشنبې په ورځ هغه هېواد ته سفر وکړ.

ټاکل شوې چې نوموړی به له نورو لوړپوړو سعودي چارواکو سره هم وګوري.

تر دې وړاندې افغان چارواکو له پاکستان سره د سعودي عربستان ښو اړیکو او پر وسله‌والو طالبانو یې نفوذ ته په پام سره هیله ښودلې وه چې ریاض د سولې په برخه کې له کابل سره همکاري وکړي.