په ایران کې د یوې صوفي ډلې پلویانو ۳ پولیس افسران وژلي

ایراني چارواکي وایي، په تهران کې درې پولیس افسران د مسلمانانو د یوې صوفي ډلې له پلویانو سره د نښتو په ترڅ کې ووژل شول.

د ایران رسمي رسنیو د پولیسو د ویاند سعید منتظر المهدي له قوله ویلي چې دغه پولیس افسران د یوه بس په کارولو سره په بې‌رحمانه ډول وژل شوي دي.

دی وایي چې برید کوونکي نیول شوي دي.

فارس خبري اژانس وایي، په دې پېښه کې یو شمېر نور پولیس افسران ټپیان شوي او اوس په روغتون کې دي.

راپورونه وایي، دا پېښه وروسته له هغه وشوه چې د ګنابادي صوفي ډلې پلویان د دوی د ډلې د نورو غړو د نیولو په اعتراض راوتلي وو او پولیسو یې د خورولو لپاره اوښلن ګاز وکارول.

پر ټولنیزو رسنیو نا تأیید شوې وېډیوګانې ښیي چې د بلوا ضد پولیس پر سړکونو له دغو اعتراض کوونکو سره لاس اوګرېوان دي.

د بشري حقونو بهرنۍ ډلې پر ایران تور لګولی چې کلونه‌یې ګنابادي صوفیان ځورولي دي.