راما: د البانیا او کوزوو لپاره یو ولسمشر ممکن، خو ستونزمن دی

د البانیا صدراعظم ایډي راما وايي، هېواد یې او کوزوو چې ګاونډی یې دی، کولای شي یوه ورځ یو ولسمشر ولري، خو د ښاغلي راما په وینا، دا کار په نږدې راتلونکي کې امکان نه‌لري.

د البانیا صدراعظم دا څرګندونې پرون یکشنبه له صربیا څخه د کوزوو د ازادۍ د ۱۰مې کلیزې په مناسبت د کوزوو پارلمان ته په وینا کې وکړې.

د ایډي راما په وینا، د البانیا او کوزوو لپاره د یو ولسمشر لرل به د دې دوو هېوادونو ترمنځ د یووالي څرګندوی وي.

ګومان کېږي چې د البانیا د صدراعظم دا څرګندونې به د صربیا د چارواکو غصه راوپاروي.

صربي چارواکو تر دې مخکې هم دا هېواد د یوې لویې البانیا د جوړولو په هڅو تورن کړی وو.