امریکا کې له یوه بریده روغ وتلي زده‌کوونکي د وسلو د کنټرول غږ کوي

د امریکا د فلوریډا ایالت په یوه ښوونځي کې د تېرې اوونۍ له ډزو روغ پاتې شوي زده‌کوونکي وايي، په یوه لاریون کې به په دې هېواد کې د وسلو د کنټرول لپاره د جدي اقداماتو غوښتنه وکړي.

ټاکل شوې ده چې دا لاریون به د روانې فبرورۍ په ۲۴مه په واشنګټن ډي سي کې ترسره شي.

په فلوریډا ایالت کې تېره اوونۍ په یوه ښوونځي کې ډزو ۱۷ زده‌کوونکي او ښوونکي ووژل.

دا حمله د همدې ښوونځي د یوه ایستل شوي زده‌کوونکي له‌خوا شوې وه.

بریدګر نیکولاس کروز چې تر برید وروسته‌یې ځان پولیسو ته سپارلی، اعتراف کړی چې یو «اې. ار. ۱۵» ډوله توپک‌یې په قانوني توګه د همدې برید لپاره پېرلی و.

شمېرې ښيي چې په امریکا کې هر کال له وسلو سره په تړلو پېښو کې شااوخوا ۳۰ زره کسان وژل کېږي.