د افغانستان مشرانو جرګې له دولتي څوکیو نه د لیرې کړل شویو دولتي مسؤلینو پر ضد چې د مرکزي حکومت پرېکړې نهمني د پوځي عملیاتو غوښتنه وکړه.
د دغې جرګې دوهم مرستیال محمد اصف صدیقي نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل، که حکومت په دې برخه کې جدي چلند ونهکړي، نو لیرې نهده چې په راتلونکي کې نور دولتي مأمورین هم د دغه ډول باغیانو په څېر کړنې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې د سمنګان والي عبدالکریم خدام تېره ورځ په یوه خبري غونډه کې له دندې د ده لیرې کېدل ناعادلانه پرېکړه وبلله او ویېویل چې د جمعیت ګوند او حکومت په هوکړه ګومارل شوی او د همدغه ګوند او د ترکمن قوم په خوښه به خپلې دندې ته دوام ورکړي.
له دې وړاندې د بلخ پخواني والي عطا محمد نور هم چې نږدې دوه میاشتې وړاندې يې د ولسمشر له لوري استعفا منل شوې، لا هم د بلخ د ولایت په څوکۍ پاتې دی.