د ننګرهار په اچین کې د داعشیانو په لاس د وژل شویو ډلهییز قبر وموندل شو او د جسدونو جنازهیې وشوه.
د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، تېره ورځیې امنیتي ځواکونو د اچین ولسوالۍ په مامند سیمه کې د داعش وسلهوالو له لوري د وژل شويو ۹ تنو ډلهییز قبر پيدا کړی.
د ولایت ویاند عطاالله خوګياڼي ازادي راډيو ته ویلي چې دا جسدونه د هغو ۱۲ کسانو له ډلې دي چې یو نیم کال وړاندې داعش وسلهوالو د کوټ ولسوالۍ سې پای سیمې څخه له ځانه سره وړي وو چې له یادو کسانو یې د ۹ تنو ډلهییز قبر وموندل شو چې هماغه وختيې وژلي وو.
نوموړی وايي، د دغو ۹ تنو جنازه نن په کوټ ولسوالۍ کې اداء شوه.