د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت وايي، د لومړي ځل لپاره په دُبۍ کې افغان کرنیز محصولات په یوه نړیوال نندارتون کې نندارې ته ايښودل شوي دي.
د دغه وزارت ویاند اکبر رستمي نن دوشنبه ازادي راډيو ته وویل، په دغه پنځه ورځني نندارتون کې چې پرون یکشنبه پرانیستل شوی و، ۱۲۰ هېوادونه برخه لري او د افغانستان د زراعتي محصولاتو لپاره ۲۵ غرفې ځانګړې شوې دي.
نوموړي وویل، په دغه نندارتون کې افغان سوداګرو د ۳،۲ میلیونه ډالرو په ارزښت، د کرنیزو محصولاتو د خرڅلاو لپاره له بهرنیو شرکتونو سره بېلابېل تړونونه لاسلیک کړي دي.
د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت هيله وښوده چې د نندارتون تر پایه پورې د افغانستان تولیدي شرکتونه او سوداګر وتوانېږي چې له بهرنیو شرکتونو سره نور تړونونه هم وکړي.