په کونړ کې د کرنې او مالدارۍ ریاست له خوا یو ورځنی نندارتون پای ته ورسېد.
په دغه نندارتون کې کورني تولیدات، روزل شوي بوټي، نیالګې او لاسي صنایع نندارې ته ایښودل شوي وو.
د نندارتون د پرانېستې پرمهال د کونړ والي وحیدالله کلیمزي وویل، ولایت يې په ډېرو برخو کې پرمختګونه کړي او نننی نندارتون يې ښه نمونه ده.
نوموړي وویل چې د پردیو تولیداتو پر ځای دې له خپلو کورنیو تولیداتو استفاده وشي، ترڅو مو هېواد په خپلو پښو ودرېږي.
نندارتون ته نجارانو په خپلو لاسونو د کونړ له لرګیو جوړ کړي شیان لکه څوکۍ، د خوب تختونه، لرګین لوښي میزونه او داسې نور هم راوړي وو.
د کونړ چارواکي وايي چې د پخو موادو ته د انتقال د اجازې ورکولو لپاره يې هڅې پیل کړي او دې ته هم ژمن دي چې دفترونو ته د کونړ له لرګیو جوړې څوکۍ او نور شیان واخلي.