د سمنګان لېرې کړای شوي والي عبدالکریم خدام وایي، له خپلې دندې لاس نه اخلي او د ولسمشر فیصله نه مني.
ښاغلی خدام چې د ولسمشر د فیصلې له مخې پرون شنبه د دغه ولایت له مقامه لېرې کړای شوی او پرځای یې عبداللطیف ابراهیمي ټاکل شوی، نن یکشنبه په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې په دې برخه کې د جمعیت اسلامي ګوند د مشرتابه پرېکړې ته انتظار باسي.
نوموړي وویل:
"دغه فیصله موږ غندو، هغه غیرعادلانه او غیرمنصفانه بولو، دغه فیصله نه منو، زه د جمعیت اسلامي د مشرتابه هدایت او د ترکمن قومونو او د نورو مشرانو فیصلې ته انتظار کوم."
دا د بلخ د لېري کړای شوي والي عطامحمد نور وروسته د جمعيت اسلامي په ګوند پورې تړلی دوهم والي دی چې د جمهوري ریاست پرېکړه نه مني.
د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د شنبې د ورځې د خبرپاڼې له مخې، د سمنګان لپاره د نوي والي پر ټاکل کېدو سربېره د لوګر لپاره انور خان اسحاقزی، د لغمان لپاره اصف ننګ، د کندز لپاره عبدالجبار نعیمي او د میدان وردګو لپاره شاه جهان د نویو والیانو په توګه ټاکل شوي دي.