د ایران د یوې مسافروړونکې الوتکې د راغورځېدو په پېښه کې ټوله ۶۶ سپرلۍ وژل شوې ده.
دغه پېښه نن د مرکزي ولایت اصفهان په غرنۍ سیمه کې شوې ده.
د ایران د اسمان هوایي شرکت «ATR 72» ډوله دغه دوه ماشینه الوتکه چې د تهران له مهراباد هوایي ډګره الوتې وه، جنوب لوېدیځ یاسوج ښار ته روانه وه.
د دغه شرکت ویاند محمد تقي طباطبایي دولتي ټلویزیون ته وویل چې الوتکه په دینا غره کې چې شااوخوا ۴۴۰ متره لوړ دی، را لوېدلې او ټوله سپرلۍ یې چې شپږ عمله او شپېته مسافر وو، وژل شوې ده.
تر اوسه د دغې الوتکې د راغورځېدو علت نه دی معلوم.
پخواني معلومات:
د ایران د بېړنیو چارو اداره وایي، یوه ایرانۍ الوتکه له لسګونو سپرلیو سره په مرکزي ولایت اصفهان کې راغورځېدلې ده.
د دغې ادارې مشر حسین کوليوند فارس خبري اژانس ته وویل چې دغه الوتکه چې سپرلۍ یې د ۵۰ او ۶۰ ترمنځ وه، په سیمیروم سیمه کې راغورځېدلې او ټولو بېړنیو ځواکونو ته د تیارسۍ امر ورکړل شوی دی.
د هغه په وینا، دغه الوتکه چې د تهران له مهراباد هوایي ډګره الوتې وه، جنوب لوېدیځ یاسوج ښار ته روانه وه.
د بېړنیو چارو د ادارې ویاند مجتبی خالدي بیا ایسنا خبري اژانس ته ویلي چې د پېښې ځای ته چې یوه غرنۍ سیمه ده، هليکوپټر استول شوي دي.
خو د اسمان هوایي شرکت چارواکو ویلي چې په الوتکه کې یې ټول ۶۶ تنه سپاره و، چې ټول وژل شوي دي.