د ایران د بهرنیو چارو وزیر نن د مونشن امنیتي کنفرانس ته وینا کوي

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف نن یکشنبه د مونشن امنیتي کنفرانس ته وینا کوي.

نوموړی دغه وینا یوه ورځ وروسته له هغې کوي چې د امریکا لوړپوړي استازي خبرداری ورکړ چې تهران په منځني ختیځ کې یوه نیابتي ځواکمنه شبکه جوړوي.

ښاغلی ظریف دغه راز دغه امنیتي کنفرانس ته په درېیمه او وروستۍ ورځ خپله وینا، وروسته له هغې کوي چې متحده ایالات، برېتانیا او فرانسه د ملګروملتونو د هغه پرېکړه لیک د تصویبولو هڅه کوي چې ایران په دې غندي چې په یمن کې د حوثي یاغیانو لاس ته د خپلو توغندیو د لوېدو په مخنیوي کې پاتې راغلی دی.

دا درې واړه متحدان همداراز له امنیت شورا غواړي چې د توغندیو په تړاو چې دوی هغه له بندیزونو سرغړونه بولي، د تهران پر ضد اقدام وکړي.

د مونش امنیتي کنفرانس ته د شنبې په ورځ په وینا کې د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت سلاکار اېچ ارمک مسټر وویل چې ایران په یوشمېرهېوادونو لکه سوریه، یمن او عراق کې نیابتي شبکې ته ورانوونکې وسلې ورکوي.

مک مسټر وویل، دوی فکر کوي چې اوس یې وخت دی چې د ایران پرضد اقدام وشي.