چارواکي: په ارزګان کې پولیسو ۱ ملکي کس په ډزو وژلی

د اروزګان ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د دغه ولایت مرکز ترینکوټ کې نن یکشنبه غرمه یوه پولیس سرتېري پر ملکیانو ډزې کړي چې پرمهال یې ۱ کس وژل شوی او پنځه نور ټپيان شوي دي.

د ترینکوټ ښار د لومړۍ حوزې امر دوهم څارن نظر محمد ازادي راډيو ته وویل، پېښه نن غرمه ۱۱ بجې تر هغه وروسته رامنځته شوې، کله چې د پولیسو او ملکیانو ترمنځ لومړی لفظي شخړه شوې او وروسته ډزې شوي چې په خبره یې بریدګر پولیس نیول شوی دی.

د حوزی امر وایي، وژل شوي او ټپیان ټول مکلیان دي او په ترینکوټ ښار کې یې د موټرو پلورنځی درلود.

اخوا د اروزګان د ملکي روغتون مشر ډاکتر امین الله توخي ازادي راډيو ته وویل، د پېښي له ځایه ورته شپږ کسان ور وړل شوي چې یوه یې ساه ورکړی او پنځه نور یې ټپیان دي چې وایي، د ټپیانو روغتیایې حالت ښه دی.