هلال: د کندهار په میوند ولسوالۍ کې۳۶ طالبان وژل شوي

د کندهار امنیتي چارواکي د دې ولایت په میوند ولسوالۍ کې د ۳۶ وسله والو د وژل کېدو خبر ورکوي.

د کندهار د امنیه قوماندانۍ د ویاند مرستیال مطیع الله هلال ازادي راډیو ته وویل چې دغه عملیات د میوند ولسوالۍ په کلاښامیر، شلغمي او نورو سیمو کي د افغان ځانګړو ځواکونو د «صفر۳» په نوم ځانګړي قطعې تر سره کړي چې پر مهال يې ۳۶ وسله وال وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان شوي دي.

د هلال په وینا د ۱۶وسله والو جسدونه د عملیاتو په سیمه کې پاتې شوي دي:

"دغه عملیات چې پرون ناوخته پای ته ورسېدل پرمهال يې ۳۶ وسله وال وژل شوي چې د ۱۶ وسله والو جسدونه د جګړې په ډګر کې پاته شوي دي."

هلال وايي، دغه عملیات د ماسپښین پر درې بجې پیل او د شپې پر اته بجې پای ته رسېدلي او د وسله والو یو شمېر موټرونه موټر سایکلونه او نور وسایل تخریب او له منځه وړل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه د میوند ولسوالۍ د عملیاتو په اړه څه نه دي ویلي.