مودي: ایران او هند په افغانستان کې د سولې په راوستو کې مرسته کوي

ایران او هند په افغانستان کې د سولي او ثبات د راوستلو لپاره له دغه هېواد سره د همکارۍ د ډېریدو ژمنه کړې ده.

د هند صدراعظم نریندرا مودي نن شنبه په ډهلي کې د ایران د ولسمشر حسن روحاني سره تر لیدو وروسته دا اعلان وکړ.

مودي وویل، د دواړو هېوادونو هدف دا دی چې د ایران د چاه بهار او هم د سړکونو او اورګاډۍ پټلۍ د پراختیا له لاري، افغانستان او د منځنۍ اسیا هېوادونو ته د رسېدو لپاره د انرژۍ امنیت او سیمه ییز ټرانسپورټي ارتباطات ښه کړي.

د ایران ولسمشر وویل، ایران او هند د ګازو او تېلو په برخه کې ګډو پروژو ته چمتو دي.

حسن روحاني د سوداګریزو چارو د پراختیا په هدف هند ته درې ورځنی سفر کړی چې نن یې وروستۍ ورځ وه.

نوموړي ویلي چې افغانستان باید یو ارام او امن هېواد وي او زیاتوي چې ایران او هند به همدا راز په عراق، سوریې او یمن کې د حالاتو د کنټرولولو په برخه کې همکاري وکړي.

هند له افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو سره د سوداګرۍ لپاره په عمان خلیج کې د چاه بهار بندر د پراختیا په برخه کې له ایران سره مرسته کوي.

هند د چاه بهار د پرمختیا لپاره تر ۵۰۰ میلیونو ډالرو مرستې ژمنه کړې ده.