فیلیپ: روسیه دې خپل پوځیان د مولداوی له ټرانس‌نیسټریا وباسي

د مولداوي صدراعظم پاول فیلیپ یو وار بیا له روسیې وغوښتل چې خپل پوځیان او وسلې د مولداوي له بېلتون غوښتونکې سیمې ټرانس‌نیسټریا "Transdniester" څخه وباسي.

فیلیپ پرون شنبه د مونیخ په امنیتي کنفرانس کې یوه ګردي مېز ته وویل چې هېواد یې له روسیې سره انډوله او دوستانه اړیکې غواړي.

دی وايي:

"داسې اړیکې چې زموږ سوداګري همکاري به نه سیاسي کېږي او ‌ډیالوګ به د دوه اړخېز درناوي پر اساس وي."

د مولداوي ځواکونو او د مسکو له ملاتړه برخمنو ټرانس‌نیسټریا جنګیالیو په ۱۹۹۲میلادي کال د لنډ وخت لپاره خونړۍ جګړه وکړه.

د دوی ترمنځ وروسته له دې اوربند وشو چې په سیمه کې روسي پوځیانو د بېلتون غوښتونکو په ګټه مداخله وکړه.

په دې سیمه کې شاوخوا ۱۴۰۰ روسي پوځیان مېشت دي.