ارزګان چارواکي: بریدونو ۲۳ وسله‎وال طالبان وژلي

د ارزګان ولایت سیمه‎ییز امنیتي چارواکي وايي، تېره ورځ د دغه ولایت په مرکز او ولسواليو کې د افغان هوايي ځواک د بریدونو پر مهال ۲۳ وسله‎وال طالبان وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان دي.

په دغه ولایت کې د ملي اردو د څلورمې پلې لوا قوماندان ډګروال رحمت شاه قیمتي نن یکشنبه ازادي راډيو ته وویل چې افغان هوايي ځواکونو تېره ورځ د دغه ولایت چوره ولسوالۍ اړوند «اخترکلي» کې د وسله‎والو طالبانو پر يوه مرکز برید کړی چې پر مهال یې ۱۷ وسله‎وال طالبان وژل شوي او ۶ تنه نور ټپیان دي.

نوموړی وايي چې د یاد برید پر مهال د وسله‎والو طالبانو یو شمېر سپکې او درنې وسلې هم له‎منځه وړل شوي دي.

ښاغلي قیمتي دغه راز وویل چې تېره ورځ د دغه ولایت مرکز ترینکوټ «دراف شان» سیمه کې هم افغان هوايي ځواکونو د وسله‎والو طالبانو پر پټن‎ځای بریدونه کړي چې پر مهال يې ۶ وسله‎وال طالبان وژل شوي دي.

وسله‎والو طالبانو تراوسه په‎دې اړه څه نه‎دي ویلي.